پيښور: آئي جي سنئير پوليس آٖفسر باندي د تشدود نوټس، انسپکټر پرضد کاروائي کولو امر

خيبر پښتونخوا پوليس مشر ډاکټر محمد نعيم سنئير پوليس آفسر باندې د جونئير آفسر له لوري په مبينه توګه لاس پورته کولو نوټس اغستے دے

خيبر پښتونخوا پوليس مشر ډاکټر محمد نعيم سنئير پوليس آفسر باندې د جونئير آفسر له لوري په مبينه توګه لاس پورته کولو نوټس اغستے دے۔

د پوليس له لورې ورکړي شوي بيان کښې ويلې شوي دي چې آئي جې محمد نعيم خان څرګنده کړيده چې پوليس فورس کښې داسې قسمه اهلکارو بلکل ګنجائش نشته دے څوک چې ډسپلن باندې عمل درآمد نه کوې۔

څرګنده دے وې چې تير ماښام يو خبر رامخي ته شوي وو چې عباد وزير نومې انسپکټر ملک سعد پوليس لائن پيښور کښې خپل سنئير پوليس آفسر ډې ايس پې انوسټي ګيشن اعجاز ابازئي په مبينه توګه وهلي ټکولې دے، سې سې پي او معامله پرده کښې ختمولو هڅه کړي ولې سنئير آفسر د معاف کولو نه انکار کړيدے۔

سې سې پي او په نامه سنئير آفسر ډې ايس پې اعجاز ابازئي لکي شوي درخواست ترمخه پوليس لائن پيښور کښې د يو اين مشن دپاره ټيسټ روان وو چرته چې نور يو شمير سنئير پوليس آفسران هم موجود وو، دغه مهال انسپکټر عباد وزير راتلو سره د ډې ايس پې اعجاز وړاندې څه کاغذات وشتلو سره وئيلي چې هغه کيس کښې برې شويدے کوم باندې چې ورته نورو آٖفسرانو امبارکې ورکړه۔

په ړومبئ اطلاعاتو کښې دعوه شويده چې عباد وزير سنئير آفسر ته بدې ردي ويلو سره ويلي دي چې په تير وخت ته زما پرضد يکه توت تهانه کښې د قتل مقدمه درج کړي وه، د کومې په جواب کښې ډې ايس پې اعجاز په تسلي سره جواب کښې اويل چې ما د پخوانې آئي جي صلاح الدين محسود په امر باندې ستا پرضد مقدمه درج کړے وه کوم باندې چې عباد وزير د خود نه وو وتلو خپل سنئير آٖفسر باندې تشدود اوکړو۔

خبر ترمخه په موقع موجود نورو آفسرانو خپل پورا هڅه اوکړه چې جګړا ختمه کړې ولې عباد وزير چې څه کول هغه ئي اوکړل۔زريعي وائي چې انسپکټر عباد وزير د وهلو ټکو ورسته دغه سنئير آفسر ته بدې ردي او ويلي خطرناکي دهړکي ورته هم ورکړے۔

ډې ايس پې اعجاز په درخواست باندې ايس پې انوسټي ګيشن معامله د سي سي پي او پيښور قاضي جميل په نوټس کښې راوستلو سره د کاروائي کولو درخواست کړے دے ولې له دے ورسته ډېر زر لانجه د خيبر پښتونخوا پوليس مشر په نوټس کښې راغلي ده۔

پوليس محکمي له لوري جاري کړي شوې بيان کښې ويلې شويدې چې آئي جي سي سي پي او قاضي جميل ته د ياد انسپکټر پرضد محکمانه کاروائي کولو امر کړے دے، او ويلي دي چې پوليس يو ډسپلن فورس دے او دا چې د ډسپلن خيال نه ساتونکي اهلکارو پرضد به کاروائي کولو سره سزا ورکولې شې۔

صوبې پوليس مشر ويلي چې په هر صورت کښې به د سنئير پوليس آفسرانو د عزت او رتبے خيال يقيني کولې شې۔

زريعي وائي چې په خپله د سي سي پي او پيښور سره هم انسپکټر عباد وزير يو واري بدتميزي کړيده ولې سي سي پي او په شرافت او رحم معامله کولو سره عباد وزير عباد وزير د محکمانه کاروائي نه بچ کړي وو۔

Show More

Related Articles