نوښار: ماشومانو په سر جګړا کښې يو کس مړ شپږ ژوبل

نوښار مغلکي سيمه کښي د ماشومانو لخوا کور دروازه تيګو وهلو په سر د مقامي زميدار په ډزو يو ځوان مړ او شپږ نور کسان ژوبل شويدي

نوښار مغلکي سيمه کښي د ماشومانو لخوا کور دروازه تيګو وهلو په سر د مقامي زميدار په ډزو يو ځوان مړ او شپږ نور کسان ژوبل شويدي۔

د ضلعي هيډکواټر هسپتال نوښار زريعو ترمخه ناتاره ډزو له عمله ديرش کلن ځوان فازق په موقع مړ شويدے۔

د زريعو ترمخه ژوبلو کښي دولس کلن نبيل ،ديارلس کلن زوهيب،  شل کلن شاه رخ، پنځه څلويښت کلن فضل محمد، اوويشت کلن عبدالرزاق او پنځويشت کلن نور احمد شامل دي کوم چي مرګوني حالت کښي د نوښار هسپتال نه پيښور هسپتال ته منتقل کړي شويدي۔

د ډزو پر ضد د مغلکي کلي نارينه، ماشومان او زنانه په احتجاج راوتے دي او مړے ي د پير سباق جهانګيره روډ د احتجاج په توګه ايښودے دے۔

بلخوا د نوښار پوليس د ملزم د نيولو دپاره کلي نه تاو شوي دي او چهاپي وهل شروع کړيدي۔

Show More

Related Articles