پيښور: د بي آر ټي لپاره شل نور بسونو رارسيدلې دي

بس ريپډ ټرانزټ (بي آر ټي) له پاره اتلس ميټره د اوږده بسونو وړوبمي کهيپ چين نه پيښور ته رارسيدلې او راتلونکي مياشت کښي د نورو بسونو هم امکان ښودل شوے دے۔

پيښور بي آر ټي چلولو لپاره د موجوده صوبائي حکومت کمپني ټرانس پيښور ترمخه په وړومبي بيچ کښي شل بسونه شامل دي۔

د ټي پي چارواکو وينا وه چي بسونه د چين نه د کراچۍ بندرګاه ته رارسيدلي وو او بيا دا د سړک د لارې پيښور ته رارسولې شوي دي۔

دوي وئيلي دي چي موجوده کيمپ اتلس ميټره په اوږدو بسونو مشتمل دے کوم به چي صرف به بي آر ټي کوريډو چلولے شي۔

دا د خپل نوعيت وړومبي بسونه دي کوم چي هائبرډ دي او دا ډيزل سره سره د بجلي په چارج هم چليدلي شي۔ دے سره سره دا بسونه ماحول دوست هم دي او په ښار کښي د کاربن اخراج هم کمولے شي۔

په دے حواله د ايشائي ترقياتي بينک د يوے اندازے ترمخه په پيښور بي آرټي عمل درآمد سره به په پيښور کښي موجوده د ټرانسپوړت نظام په مقابله کښي سالانه د کاربن ډائي اکسائيډ يو ديرش زره ټنه اخراج کم وي۔

په دي بسونو کښي وائي فائي اسانيو سره آټوميټک وهيکل لوکيشن هم وي کوم چي په بس کښي د ريئل ټائم لوکيشن ټريک کولو خصوصيت دے۔ په يوبس کښي څلورپنځوس نشستونه دي او په دے کښي به يوسل پنځويشت مسافر ځائيږي۔

څرګنده دي وي چي دے منصوبے له پاره پيښور ټرانس  دوه سوه شل بسونه اخستي وو په کوم کښي چي يوسل پنځه پنځوس بسونه دولس ميټره اوږده ولي پينځه شپيته بسونه اتلس ميټره اوږده شامل دي۔ دولس ميټره اوږده پنځوس بسونه مخکښي نه په پيښور کښي موجود دي۔ او اوس دے شل بسونو سره په ښار کښي د بسونو مجموعي شميره اوويا ته رسيدلې ولي د نور اووه پنځوس بسونو کهيپ د جون په مياشت کښې د راتلو امکان دے۔

Show More

Related Articles