سوات ايکسپريس هائي وے اختر نه وړاندي ټريفک دپاره پرانستو هدايت

دخيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان د سوات موټروے د اختر نه وړاندي د ټريفک لپاره د کهولاوهلو هدايات ورکړيدې کړيدي او ويلي دي چي د سوات موټروے سره به د سيلګرے په مد کښې د صوبے خزانے ته لويه پنګه تر لاسه شي

دخيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان د سوات موټروے د اختر نه وړاندي د ټريفک لپاره د کهولاوهلو هدايات ورکړيدې کړيدي او ويلي دي چي د سوات موټروے سره به د سيلګرے په مد کښې د صوبے خزانے ته لويه پنګه تر لاسه شي۔
دا خبرے وزيراعلي محمود خان د سوات موټروے په لړ کښې جاج اغستو غونډې په وخت کړيدي،وزيراعلي اووئيل چي تاريخ کښې په اول ځل سيمه کښې سيلګري ته د ودے ورکولو دپاره موټروے جوړه کړے شويده چي پرانسته به ئي وزيراعظم عمران خان د وړوکي اختر نه پس کوي۔
وزيراعلي زياته کړي چي د سوات په موټروے د شوي کار جائزه اخستو لپاره به ډير زر دوره کوم،او دا چي د سوات موټروے سره به نه يواځي د سيمے اوسيدونکيو ته فائده تر لاسه شي بلکه د صوبے معيشت به هم وده اومومي۔
غونډې په مهال وزيراعلي محمود خان د سوات موټروے اختر نه وړاندے د ټريفک لپاره د کهولاويدو احکامات جاري کړل او ووئيل چي دسوات د خلکو دپاره دا د خوشحالئ يو زيرے دے۔

Show More

Related Articles