ټوله خيبر پښتونخوا کښې د ډاکټرانو د صحت وزير پرضد ډېوټي نه بائيکاټ اعلان

ډاکټران وائي چې د صحت وزير په سنئير ډاکټر باندې د حملې کولو سي سې ټي وې فوټيج هم موجود دي کوم چې ميډيا باندې خپره شوي هم دې

 د خيبر پښتونخوا صحت وزير ډاکټر هشام انعام الله خان د ينګ ډاکټرز د لورې يو بريد کښې معمولي ژوبل شويدے۔ د صحت محکمي د لوري ورکړي شوي پريس ريليز کښې ويلي شويدې چې صحت وزير هشام انعام الله خان او ډاکټر نوشيروان برکي خيبر ټيچنګ هسپتال کښې د پاليسي بورډ غونډې دپاره راغلې وو، دغه مهال ينګ ډاکټرز څوک چې د تيرو څو ورځو راهسي د بدلو په اړۀ په احتجاج دي دوي په ډاکټر برکي او صحت وزير ډاکټر هشام انعام الله خان بريد کړے دے چي له عمله د صحت وزير معمولي زخمي شويدے۔

بلخوا د ينګ ډاکټر اتحادئي د صحت وزير ټول تورونه رد کړي دي او ويلي چې اولته د صحت وزير ډاکټر هشام انعام الله خان، د هغه پرائيويټ سيکورټې کارډز او پوليس ضياالدين نومې اسسټنټ پروفيسر وهلي ټکولې دے چې له عمله ئي سخت ژوبل شويدې۔

ډاکټران وائي چې د صحت وزير په سنئير ډاکټر باندې د حملې کولو سي سې ټي وې فوټيج هم موجود دي کوم چې ميډيا باندې خپره شوي هم دې۔

ينګ ډاکټرانو د صحت وزير دے ګام پرضد خيبر ټيچنګ هسپتال دننه او يونيورسټي روډ باندې د ټاون تهاني باهر شپې ناخته پوري  احتجاجي مظاهره کړيده چې پکښې ګڼ شمير کښې ډاکټرانو ګډون کړے دے۔

ينګ ډاکټرانو دا هم ويلې چې ټاون تهانې ته د صحت وزير پرضد ايف آئي آر درج کولو دپاره تلې وو، چرته چې پوليس اولټه د ډاکټرانو پرضد مقدمه درج کړيده او په موقع موجود ډاکټران ئي وهلي ټولي دي، د کومې چې دوه سره ويډيو موجود ده او سماجي رابطو ويب پانړو باندې خپره شويده۔

د خيبر پښتونخوا ډاکټرانو اتحادئي له دے پيښې پرضد ټوله خيبر پښتونخوا هسپتالونو کښې الیکټیو سروسز نه د بائيکاټ اعلان کړے او ويلي چې خيبر ټيچنګ هسپتال کښې به د ايمرجنسې سروس نه هم بائيکاټ وې۔

ډاکټران حکومت نه غوښتنه کوې چې د صحت وزير دے د وزارت څوکي نه لري کړې شې او پرضد دے مقدمه درج کړي شې۔

د صحت وزير او ډاکټرانو ترمينځ د شخړې ورسته د سماجي رابطو په ويب پانړو او سياسې پارټې د لوري د خيبر پښتونخوا حکومت او په خصوصې توګه د صحت وزير ډاکټر هشام انعام الله خان باندې سختي نيوکي رواني دې۔

د صحت وزير ويلي دې چي ډاکټرانو د بدلون او ډيوټې نه بچ کيدو دپاره دے بليک ميل کوې ولې په هر صورت کښې د صحت څانګه کښې مثبت اصلاحات يقيني کولې شې او اولس ته به د صحت غوره آسانې ورکولې کېږي۔

 

Show More

Related Articles