اسفنديار ولي خان قبائلي اولس ته په ۲۶ آئيني ترميم منظوريدو امبارکي ورکړې

د عوامي نيشنل پارټۍ مرکزي صدر اسفنديار ولي خان په قامي اسمبلۍ کښې د شپږويشتم آئيني ترميم په منظوريدو قبائلي اولس ته امبارکي ورکړې او ويلي ئي دي د ترميم منظوري په خېبرپښتونخوا کښې د قبائلي ضلعو انضمام لخوا مهم ګام دے۔

ولي باغ چارسده کښې د نجي ټيلي ويژن سره د خبرو په مهال اسفنديار ويلي د بل منظوري نيک مرغي ده خو ولې د دې په وخت شکونو هم کيدلائ شي۔

هغه وويل په قبائلي ضلعو کښې د اسمبلۍ په څوکيو کښې اضافه  د عوامي نيشنل ګوند پخواني غوښتنه وۀ خو ښه به وې چې د انتخابي شيډول نه وړاندې بل پاس شوې وي او انتخابات په وخت شوے وے۔

اسفندريار ولي خان ويلي اوس په اليکشن کميشن په قبائلي ضلعو کښې زر تر زره د اليکشن کولو لوې ذمه واري پريوتې ده که په ټاکل شوي وخت اليکشن ونکړې شو نو قبائلي اولس به د تل لپاره د خپلو نمائندګانو په انتخاب  ولړزيږي د کومي ټوله ذمه واري چې په حکومت او واکداره قوتونو ده۔

هغه په خپلو کښې زياته کړه له تيرو څو ليسزو راهسې د احساس محرومۍ ښکارقبائلي اولس بنيادي ضرورتونو او د وسائلو فراهمي د دوي بنيادي حق دې د روس امريکي له جنګه ورسته د پاکستان ناکامه خارجه او داخله پاليسيو منفي اثر په قبائلي اولس پريوتې چې له وجې ئې په لکونو خلک له خپل کور کلي محرومه شوے دے۔

اسفنديار وويل حکومت له پکار ده چې خپلو پاليسو ته کتنه وکړې او هغه د قامي مفادو په رڼا کښې تشکيل کړې شي۔

Show More

Related Articles