شانګله کښې د غيرت په نامه د ښځې او لور پشمول دري کسان وژل شوي

د ملزم شک ؤ چي د هغه ښځه او لور د وژل شوي تن سره ناجائز تعلقات لرلي نو ځکه ئي دغه ګام پورته کړے

د خيبرپښتونخوا شانګله ضلع کښې يو تن په مبينه توګه د غيرت په نامه د خپلې ښځې او لور پشمول درې کسان وژلي دي۔

د چاؤګاه تانې ايس ايچ او بخت حليم ترمخه د غيرت په نامه د قتلونو پيښۀ نن د شانګلې ماخوئي شيکولائي سيمه کښې رامخي ته شوي ده۔

هغه وويل د مقامي خلکو لخوا پوليس ته خبر ورکړې شوې چې شيکولائي سيمه کښې د غيرت په نامه دري کسان وژل شوي دي۔

ايس ايچ او وائي د پيښې ورسته ګڼ شمير پوليس د پيښي ځاې ته رسيدلې چرته چې هغوي ته د دوۀ زنانؤ رخسانې او صادقې مړې ترلاسه کړې د کومو پيژندګلو چې د ملزم د ښځې او لور په نامه شوي ولې له هغوي سره په سل فټه لري والي د ملزم نزدي خپل نورزايل مړې په سړک موندلي شوے دے۔

پوليس افسر وويل دري واړه مړي ئې د پوسټ مارټم لپاره هسپتال ته رسولي دي او دا چې ملزم د پيښي ورسته په تيښته کښې کامياب شوې د چا په ضد چې د  قتل مقدمه درج کيدو نه پس پوليس د لټون عمليات پيل کړي دي۔

ايس ايچ او زياتوي چې په وژل شوي زنانؤ کښې د رخسانې عمر شپږ ديرش ولې د هغې د لور صادقې عمر اتلس او د بل مړ شوي تن عمر اته ديرش کاله ښودل شوے دے۔

د پوليس افسر په وينا د ملزم عبدالصبور شک ؤ چي د هغه ښځه او لور د وژل شوي تن سره ناجائز تعلقات لرلي نو ځکه ئي دغه ګام پورته کړے دے۔

Show More

Related Articles