سرکاري هسپتالونو ورسته ډاکټرانو پرائيويټ کلينکس کښې هم بائيکاټ، مريضان ستنځو سره مخ

د ډاکټرانو کونسل د صحت وزير او ټاون تهاني ډي ايس پي پرضد د مقدمي درج کولو غوښتنه کوې، او الزام پوري کوې چې دوي په استاد باندې بريد کړے دے، او په جمهوري حکومت کښې د يو وزير داسې کړه وړه د افسوس وړ دي

د پيښور سرکاري هسپتالونو کښې د ډاکټرانو روان احتجاج له عمله مريضان سختو ستنځو سره مخ دې۔ څرګنده دے وي چې تير ورځ خيبر ټيچنګ هسپتال کښې د صحت وزير ډاکټر هشام انعام الله خان مسلح ګارډز ايسوسي ايټ پروفيسر ډاکټر ضياالدين وهلي ټکولې د کومې پرضد چې ينګ ډاکټرانو د صوبائي وزير پرضد ټوله صوبه کښې ايمرجنسي نه علاوه احتجاج روان دے۔

تيره ورځ کے ټې ايچ هسپتال کښې د وزيراعظم عمران خان تره زوي ډاکټر نوشيروان برکي او پروفيسر ډاکټر ضياالدين ترمينځ تاؤ تريخوالي رامخي ته شوي وو، دغه مهال ډاکټر ضياالدين تور لګولې دے چې د صحت وزير هشام انعام الله او هغه نجي ګارډز په هغه باندي تشدود کړے دے۔

د ډاکټرانو کونسل د صحت وزير او ټاون تهاني ډي ايس پي پرضد د مقدمي درج کولو غوښتنه کوې، او الزام پوري کوې چې دوي په استاد باندې بريد کړے دے، او په جمهوري حکومت کښې د يو وزير داسې کړه وړه د افسوس وړ دي۔

د سرکاري هسپتالونو سره ډاکټرانو پرائيويټ کلينکس کښې هم احتحاج شروع کړے دے او د مريضانو علاج نه کوې، بلخوا اولس ډاکټرانو نه غوښتنه کړېده چې خپل احتجاج دے ختم کړي ولې چې د روژي مبارکي مياشت کښې مريضان د سختو ستنځو سره مخ دې او غريب اولس نورو هسپتالونو ته د مريضانو بوتلو وس نه لرې۔

دوي حکومت نه هم مطالبه کړېده چي د ډاکټرانو کشالي هواري دپاره دے په فوري توګه ګامونه پورته کړے شې۔

Show More

Related Articles