ايمل ولي خان : ځوان ډاکټران د موجوده حکومت د نااهلۍ له وجې په هړتالونو دي

د عوامي نيشنل پارټۍ صوبائي صدر ايمل ولي خان په خيبرټيچينګ هسپتال کښې د صحت وزيراو له دهغه د محافظانو لخوا په پروفيسر ډاکټر ضياالدين د شوي تشدد او د هسپتال په بنديز په کلکه غندنه کولو سره ويلي د پيښې پلټنې کيدو سره دې ملزمانو ته سزا ورکړې شي۔

دې لړ کښې په خپل خپرو شوي بيان کښې د اے اين پي صوبائي صدر ويلي له بده مرغه د عمران خان په ټيم کښې ټول غندګان وزيران شامل دي څوک چې د خپلو حقونو په حق کښې احتجاج کونکي د تشدد د لارې منع کوي۔

هغه وويل دا خبره ښکاره ده چې د صحت وزير په ځوان ډاکټرانو حمله کړې او خپلو غندګانو ته ئې په هغوي د تشدد حکم ورکړے دے۔

ايمل ولي خان وويل ځوان ډاکټران نن صرف د موجوده حکومت د نااهلۍ له وجې په هړتالونو دي او دا چې د صوبے په تاريخ کښې وړومبې ځل ايمرجنسي سروس ځنډول شوے دے۔

ايمل زياته کړې چې د پيښې دې په اعلي کچ پلټنې وشي او د صحت وزير پشمول نوشيروان برکي دې له خپلې څوکۍ څخه لرې کړې شي۔

Show More

Related Articles