د صحت وزير په ضد مقدمه نه درج کيدو له وجې ډاکټران نن هم د هړتال اعلان کړې

د خيبرپښتونخوا د ډاکترانو کونسل ( کے پي ډي سي) د صحت وزير او د هغه د سيکورټي ګارډز په ضد د مقدمې نه درج کيدو په وجه ټوله صوبه کښې د هړتال کولو اعلان کړے دے۔

د ډاکټر د کونسل يو غړي ډاکټر سراج ميډيا ته ويلي “د صحت وزير هشام انعام الله خان او د هغه سيکورټي ګارډز په ضد د مقدمه نه درج کيدو له وجي نن په ټول طبي مرکزونو کښې هرټال دوام لري”

هغه وويل د هړتال پريکړه د کے پي ډي سي په غونډه کښې شوي او په دې معامله کښې د طب ټوله عمله په يو خبرۀ ولاړه چې غير جانبداره انکوائري دي وشي۔

څرګنده دي وي چې تيره ورځ د پيښور خيبرټيچينګ هسپتال ډاکټرانو د صحت وزير او د هغه سيکورټي ګارډز لخوا اسټنټ پروفيسر ډاکټر ضياالدين آپريدي د مبينه تشدد په ضد د هړتال اعلان کړې دې۔

له دغه پيښې ورسته په احتجاج راوتلي ډاکټرانو د ټاؤن تاڼې مخې ته تيروتلې يونيورسټي روډ هم د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ؤ او دا چې دغه مهال کله د ډاکټر پينځه کيسزه ډله د صوبائي وزير په ضد مقدمه درج کيدو له ورغلل نو په هغوي هم د تشدد ښکار شوي وو۔

Show More

Related Articles