پيښور : په غير قانوني توګه ذخيره شوي په زرګونه کلو ليمبوان ولقه کښې اخستل شوي

پيښور کښې د ضلعي انتطاميه لخوا د ليمبوانو يو لويه ذخيره په ولقه کښې اخستل شوي کوم چې په منډۍ کښي خرڅ کړې شوي دي۔

د پيښور ډپټي کمشنر محمد علي اضعر لخوا خپور شوي بيان کښې ويل شوي انتظاميه ته خبر ورکړې شوي چې د څوکنو په کولډ سټوريج کښې په لويه پيمانه ليمبوانو ذخيره شوي کومه چې په ګران نرخونو خرڅولې شي۔

هغه وائي چې د خفيه خبر ترلاسه کيدو ورسته د څوکنو په کولډ سټوريج چهاپه وهل شوي چرته چې د اووۀ زره نه تر نهو زرؤ کلو ګرامه پوري ليمو ترلاسه شوے دے۔

د پيښور اسټنټ کشنمر ساره رحمان ترمخه دا کارروائې د په نرخونو د قابو او د ذخيزه اندوزۍ مخنيوي ترڅنګ د منافع خورۍ ترسيوري لاندي شوي چې له مخې ئې په ناجائزه توګه منافع او ذخيزه اندوزي کونکي کسانو ته دري کاله قيد او يو لک روپۍ د جرمانے سزا اورول شوې ده۔

څرګنده دي وي چې د روژې مياشت شروع کيدو سره سم د ليمبوانو نرخ سمدست د څلور سوۀ نه تر پينځه سوۀ روپو ته رسيدلې ؤ۔

د چارواکو په وينا په ولقه کښې اخستونکي ليمبوان په منډۍ کښې د بولۍ له لارې خرڅ کړې شوي دي۔

Show More

Related Articles