هرتالې ډاکټران که د اصلاحاتو مخالفت کوې نو بيا دے ځان له غم اوکړي: شوکت يوسفزئي

شوکت يوسفزۍ وائې چې په تير حکومت کښې د ډاکټرانو تنخواګانې د زرګونو نه لاکهونو پورې سيوا کړې شويدي،محکمه صحت کښې نهه ديرش فيصده بهرتيانې مو کړې،پيرا ميډيکس ته مو باقاعده سروس سټرکچر هم ورکړے دے

 خيبر پښتونخوا اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزئي په هړتالي ډاکټرانو غږ کړے دے چې د جائز غوښتنو دپاره حکومت مزاکراتو ته تيار دے، او که چيرته ډاکټران د اصلاحاتو مخالفت کوې نو بيا دے ځان له غم اوکړي نور هم بلها بے روزګاره خلک ناست دي۔

شوکت يوسفزۍ وائې چې په تير حکومت کښې د ډاکټرانو تنخواګانې د زرګونو نه لاکهونو پورې سيوا کړې شويدي،محکمه صحت کښې نهه ديرش فيصده بهرتيانې مو کړې،پيرا ميډيکس ته مو باقاعده سروس سټرکچر هم ورکړے دے۔
وزيراطلاعات د کے ټې ايچ اصل وجه وښودله، وائې څنګه يو ماتحت افسر د خپل وزير په سترګو کښې سترګې اچوې او ورته خبرې کوې،شوکت يوسفزۍ او دا چي مسئله د ډاکټرانو نه وه بلکه د سرجن ضياالدين د خپل پروموشن وه،د هغه پروموشن اختيار وزير صحت سره نه دے بلکه بورډ آف ګورنرز سره دے۔
شوکت يوسفزې د نوشيروان برکې ته اشاره کړې او وئيلې دې چې اتياکلن سپين روبې تن باندې د اګو ګزارونه کول د کوم ځائے انصاف دے،وائې چې د هر يو هسپتال خپل بورډ آف ګورنرز دے،هغه به واقعې انکوائرې کوې،ايکشن به ضرور اخلو خو انتقامې کارروائې نه کوو۔
شوکت يوسفزۍ وائې چې وزير صحت سره صرف پوليس کے ټې ايچ ته تلې وو،وسله هم پوليس سره وه،وائې چې وزيرصحت سره ذاتې وسله وال ګارډز نه وو،خو فوټيج کښې واضحه په نظر راځې چې ټوپک مارو ساده کپړې اغوستې وے۔

Show More

Related Articles