وزيراعلي محمود خان په صوبه کښې د پلاسټک تيلو په ضد د کاروايۍ کولو امر ورکړې

د خيبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان په صوبه کښې د پلاسټک تيلو په ضد د کارروايۍ کولو امر ورکړې دې۔

دې لړ کښې د وزيراعلي محمود خان وينا ده چې پلاسټکي تيلۍ د چاپيرچل د تباهۍ سبب جوړيږي نو ځکه به د ماحول دوسته باؤډيګريډيبل نه علاوه د ټولو پلاسټکي تيلو په ضد کارروائي کيږي۔

هغه ويلي د پلاسټک تيلي امپورټ کونکو کسانو باندې به جرمانه لګولي شي او دا چې پلاسټک د سيلګري سيمو قدرتي ښکلا کموي۔

ياده دي وي چې د پلاسټک تيلۍ د چاپيرچل په سخاولي کښې مهم کردار لوبوي او دغه تيلي په کلونو کلونو کښې نه ختميږي نو ځکه وخت په وخت په دې د بنديز حکم ورکړي کيږي۔

څرګنده دي وي د مئ په اوولسمه کال دوۀ زره نورلسم کښې وفاقي حکومت د اګست پر څوارلسمه نيټه د پلاسټکي تيلو په استعمال په مکمله توګه د بنديز لګولو پريکړه کړې ده او دا چې دا پريکړه د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې د ماحولياتي بدلون په اړه ترسره شوي غونډه کښې شوې ده۔

Show More

Related Articles