عدالت ،ايل آر ايچ انتظاميه د بهرتو کولو نه منع کړيدي

عدالت دلائل اوريدو سره پورا اشتهار معطل کړي دي او ايل آرايچ انتظاميه ي د څه قسمه بهرتئ کولونه منع کړي او د نرسنګ ډائريکټر،هیلتھ سيکرټري،ايچ آر ډائريکټراو ميډيکل دائريکټر نه ي جواب غوښتلي دي

پيښور هائي کورټ ايل آر ايچ انتطاميه د څه قسمه ملازمين د بهرتي کولو نه منع کړي ده۔

د پيښور هائي کورټ جسټس محمد ابراهيم او جسټس محمد ايوب خان باندي مشتمل ضلعي بينچ د ايل آر ايچ انتظاميه د ملازمينو د بهرتي کولو نه منع کړي او اشتهار ي معطل کړي دي۔

عدالت په دويشتمه مئ کال دوه زره نورلس د وکيل محب الله تريچوي لخوا په ضيا الله دائر حکومت کيس اوريدنه کړي ده۔ د درخواست ګزار وکيل عدالت ته وئيلي دي چي ايل آر ايچ انتظاميه د ايم ټي آئي ايکټ لاندي ريګولر بهرتي کولو په ځائي اميدوارپه فکس پے بهرتي کوي کوم چي د ايکټ خلاف ورزي ده۔

د دے نه علاوه په اشتهار کښي د سکيل او پوسټونو شميره هم نه ده ورکړي شوي کوم چي غير قانوني ده۔

وکيل محب الله تريچوي پيټيشن کښي يولس قانوني نکات اوچتولو سره دا اشتهار د منسوخ کولو استدعاکړي ده۔ د اشتهار ترمخه ډاکټران،چارج نرساني، نرسنګ مينجر او کلينکل نرس استاذان بهرتي کول وو په کوم کښي چي د څه کسانو ټيسټونه او انټرويوګاني هم شوے وي۔

عدالت دلائل اوريدو سره پورا اشتهار معطل کړي دي او ايل آرايچ انتظاميه ي د څه قسمه بهرتئ کولونه منع کړي او د نرسنګ ډائريکټر،هیلتھ سيکرټري،ايچ آر ډائريکټراو ميډيکل دائريکټر نه ي جواب غوښتلي دي۔

Show More

Related Articles