فرشته کيس پلټنو کښي دي داخله وزير هم شامل کړي شي:ميا افتخار حسين

ميا افتخار حسين په پيښه معطل شوي ايس ايچ او د ضمانت منظوريدو باندي خفګان کړي

 

سي جے عبيد صافي

د عوامي نيشنل پارټئ مرکزي جنرل سيکرټري ميا افتخار حسين وئيلي دي چي د مومندو فرشته کيس کښي د رياست کردار د مذمت وړ دے او د خپل آئيني ذمه وارو نه نا خبره داخله وزير هم د دے کيس په پلټنو کښي شاملول پکار دي۔

اسلام آباد کښي د مومندو سره تعلق لرونکي فرشته د وژني پرضد جاري دهرنے کښي ميډيا سره د خبرو کولو په وخت دوي وئيلي دي چي دوي د کوم يو ادارے خلاف هم نه دي ولي معاملي له غلط رنګ ورکول د تقاضو منافي ده۔

ميا افتخار حسين وئيلي که رياست او پوليس د پيښے ذمه وار دي نو په ادارو کښې موجود تورخامارو خلاف کاروائي کول هم ضروري ده۔

دوي وئيلي چي حکومت اوده دي او د وزيراعظم استوګني سره دا پيښه شوي او بيا ي هم د دے اړخ رخ ي نه دي کړي۔ د مدينے په رياست کښي د حوا لور محفوظه نه ده او حکمران په عياشو کښي بوخت دي۔

دوي دا پيښه مخے ته په راوړولو د ميډيا مننه کړي او په دے حواله د منفي رپورټ مذمت هم کړي دي۔

دوي وئيلي چي بعضي نيوز نجي چينلو د اسټيبلشمنټ د خوشامدئ کولو له پاره دي پيښے ته غلط رنګ ورکړي دي۔ فرشتي او د هغي پلار ته افغان وئيلي کيږي، ولي په رياست کښي د افغان ماشومانو عزت

د خرابولو اود دوي د وژني لائسنس ورکړي شوي؟

ميا افتخار حسين په پيښه معطل شوي ايس ايچ او د ضمانت منظوريدو باندي خفګان کړي او وئيلي دي چي دوي ټول عمر د عدالت احترام کړي خو ولي داسي فيصله راتتل پکار وو کومے چي د غمژني کورني په زخمونود مرهم ايښودو کښي مدد کړي وي۔

دوي وئيلي چي دا يو انساني مسله ده او په دي سياست نه دي کول پکار خو ولي د پښتونو لوڼرو سره شوي زياتي او د وژني پيښے مخے ته نه راوړلے کيږي او پټولوے شي۔

Show More

Related Articles