صوابي انټرچيج سره نزدې په لويه پيمانه نشه اي توکي نيول شوي

د خيبرپښتونخوا صوابۍ انټرچينج سره نزدې د ايکسائز څانګې چارواکو د ګاډي څخه اووۀ ويشت کلو هيئروين او اته کلو کلو ګرامه چرس برآمد کړي دي۔

د ايکسائز محکمي ترمخه نن د صوابۍ انټرچيج سره نزدې چارواکو له يو ګاډي څخه د لټون په مهال په لويه پيمانه نشه اي توکي برآمد کړې چې پکښې اووۀ ويشت کلو هيروئن او اته کلو چرس شامل دي۔

د ايکسائز چارواکو په وينا په ګاډي کښې نشه اي توکي وړونکي ملزم نيولې شوې او په ضد ئي مقدمه درج شوي ده۔

څرګنده دي وي دا نه ده معلومه شوي چې ملزم څوک ؤ او له کومه ځاې ئي دغه نشه اي توکي بل ځاي وړل۔

Show More

Related Articles