پيښور :د پلاسټکي ټوپکو او تمانچو خرڅونکو په ضد کارروايۍ درې ډيلران ګرفتار

د پيښور ضلعي انتظاميې لخوا په پلاسټکي ټوپکو او تمانچو د بنديز ورسته د کارروايۍ کولو په مهال دري لوې ډيلران نيولي دي۔

د پوليس وياند ترمخه دې لړ کښې د خان رازق شهيد تاڼې پوليسو د ښار په تجارتي مرکز پيپل منډۍ کښې د کارروايۍ په مهال د زرګونو په شمير پلاسټګي ټوپکي او تمانچو سره سره يوسل شپيته بورۍ د آتش بازۍ سامان هم په خپله ولقه کښې اخستې دې۔

د وياند ترمخه په ولقه کښې اخستل شوي ډيلرانو کښې نعمان، شمس الرحمن ، او سلمان شامل دي څوک چې د مقدمې درج کيدو نه پس حوالات کښې بند کړې شوي دي۔

Show More

Related Articles