هري پور کښې د شپږ کلن ماشوم بربنډ مړې موندلې شوې

د خيبرپښتونخوا هري پور ضلع کښې دوۀ ورځې وړاندې د بے درکه شوي شپږ کلن ماشوم بربنډ مړې موندلې شوے دے۔

د هري پور پوليس ترمخه د مئ په څلريشتم نيټه د سراے صالح اوسيدونکي حبيب الرحمن د رپورټ درج کولو په مهال ويلي ؤ چې شپږ کلن زوې حسيب الله په پراسرار توګه له کوره بے درکه شوے دے۔

د پوليس ترمخه د ماشوم د بے درکۍ رپورټ درج کيدو سره دوي د هغه لټون پيل کړې او تيره ورځ ئي مړې د کور سره نزدې ګهنډر کښې موندلې شوے دے۔

پوليس وايې د ماشوم په بدن د تشدد ښکاره او ژورې نخښې موجود دي او داسې ښکاري چې ماشوم په بے دردۍ سره وژل شوې خو ولي دا نه ده معلومه چې ماشوم د جنسي زياتي ښکار شوې او که نه۔

د پوليس په وينا د ماشوم حسيب الله د مړې پوسټ مارټم شوې د کوم د رپورټ راتلو ورسته به معلوميږي چې ماشوم د جنسي زياتي او که نه په نور څه وجه وژل شوے دے۔

په ډاګه دي وي په هري پور کښې تيره مياشت کښې هم د يو ماشوم د وژنې پيښې رامخي ته شوې وۀ چې پکښې د پوليس په وينا ماشوم د جنسي زياتي ورسته پائي کړې شوي ؤ۔

څرګنده دي وي په نزديو کښې د خيبرپښتونخوا پشمول د ملک په نور ښارونو کښې وخت په وخت د ماشومانو سره د جنسي زياتي او له ورسته په بے دردۍ د وژلو پيښې رامخي ته شوي چې پکښې څو ورځي اسلام آباد کښې هم د قبائلي ضلعي مومندو سره تعلق لرونکي لس کلنه فرشته د جنسي زياتي ورسته په بے دردۍ سره وژل شوي او مړې ئي پينځه ورځې پس د شهزاد ټاؤن تاڼې سره نزدي ځنګل نه موندلې شوې ؤ۔

Show More

Related Articles