د بل په منظورۍ کښې ځنډولې، سينټ څه پيغام ورکول غواړي ؟

په خيبرپښتونخوا کښې د عوامي نيشنل ګوند جنرل سيکتر سردار حسين بابک ويلي ۲۶ آئيني ترميمي بل په قامي اسمبلۍ کښې د منظورۍ ورسته تراوسه د سينټ نه نه دې منظور شوي بايد حکومت د دې وجوهات مخ پروړاندې راوړي۔

په پيښور کښې د باچا خان مرکزه خپور شوي بيان کښې هغه ويلي د قبائلي اولس پشمول ټول سياسي ګوندونه د کنفيوژن ښکار شوي چې په قبائلي ضلعو کښې به صوبائي ټاکنې د جاري شوي شيډول ترمخه کيږي او که نه په هغې کښې ځنډولې رامخي ته شوې دې۔

سردار حسين بابک وويل قامي اسمبلۍ کښې سياسي جماعتونو په شريکه توګه آئيني ترميم منظور کړې هم دغه جماعتونه په سينټ کښې ناست دې، د بل په منظورۍ کښې د ځنډولې له وجې دوي اولس او سياسي جماعتونو ته څه پيغام ورکول غواړي ؟

سردار حسين بابک غوښته کړې بايد حکومت په ايوان بالا کښې د دغه بل د منظورۍ په اړه خصوصي پاملرنه وکړې او د سينټ چئيرمين هم دې پله توجه ورکړې چي قبائلي اولس ته په وخت د هغوي حق ورکړي شي او هلته زر تر زره د ترقۍ او پرمختګ دور پيل شي ولي چې قبائلي اولس چې کوم ځاني او مالي زيان پورته کړې د هغې آزاله هم پکار ده۔

Show More

Related Articles