چارسده کښې د جائيداد په شخړه مړي شوي، مردان کښې په اعتکاف يو تن وژل شوې

د چارسدې عمرزئ تاڼې علي جان کلي کښې د جائيداد په شخړه د ډزو پيښه رامخي ته شوي چې له امله ئې د يو کور دري وروڼه وژل شوي دي۔

د چارسدې پوليس ترمخه د ډزو پيښه نن په علي جان نومي کلي کښې هغه مهال رامخي ته شوي کله چې د مخالفيونو لخوا د چائيداد په شخړه د يو کور په دري ورورڼو ډزي وشوې او هغه په موقع ووژل شول۔

پوليس وايي د وژل شوي دريو کسانو مړې د علي جان کلي نادر خان په حجره کښې موندلې شوي او د مقامي خلکو په وينا دا پيښه د جائيداد په سر رامخي ته شوي ده۔

د پوليس ترمخه له پيښې ورسته ملزمان په تيښته کښې کامياب شوي او دا چې مړي د تنګي هسپتال ته رسول شوي چرته چې د هغوي پيژندګلو د د ايف سي هيډ کواټر شبير، پوليس سپرنډنټ سجاد او د کاشف په نومونو شوي ده۔

پوليس وايې د وژل شوي کسانو کورينۍ له پيښې ورسته مړې په احتجاجي توګه د عمرزؤ په بازار کښي ايښودې او احتجاجي مظاهره ئي شروع کړې چې پکښې هغوي تور پورې کرې چې درې واړۀ وروڼه د يو سازش لاندې وژل شوي دي۔

متاثره شوي کورنۍ د اعلي چارواکو څخه غوښتنه کړې چې بايد دوي ته انصاف ورکولو سره د پيښې په سمه توګه پلټني وشي او ملزمانو ته دي زر تر زره سزا ورکړي شي۔

بلخوا مردان کښې هم تيره شپه د اعتکاف په مسله د دوۀ ډلو ترمينځ په يو بل ډزي شوي چې پکښې يو تن مړ او د زنانۀ پشمول دري نور ژوبل شوي دي۔

د صدر تاڼي ايس ايچ او عجب خان دراني ترمخه پيښه د مردان نيسته روډ هادي کلي کښې د دوۀ ډلو ترمينځ اعتکاف ته د ناستي په ستونزه هغه مهال رامخې ته شوي کله چې د دوي ترمينځ په خبرو کښې تاوتريخوالي وشو او په يو بل ئې د کوتوکونو او لاوړو ګوزارونه وکړل۔

له دغه ورسته متاثره کورنۍ په بل کور ورننوتي او په هغوي ډزي کړې چې پکښې خورشيد نومي تن په موقع مړي شوې او کورودانه او زوي ضياعالم ژوبل شوي څوک چي د علاج لپاره هسپتال ته رسولې شوي دي۔

Show More

Related Articles