پيښور : د حضرت علي رضي الله د شهادت ورځ ،ښار کښې سيکورټي پلان ترتيب شوې

د پيښور کيپټل سټي پوليس د روژې په يويشتمه نيټه د حضرت علي رضي الله د شهادت د ورځې په مناسبت په ښار کښې جامع سيکورټي پلان ترتيب کړے دے۔

د پوليس وياند ترمخه د علي په ورځ د پرامنه انعقاد او د امام باړو سيکورټي جامع جوړولو په خاطر د جلوسونو او مجلسونو د ځايونو سروے کولو سره جامع سيکورټي پلان ترتيب شوے دے۔

د سيکورټي پلان ترمخه د امام باړو او بېلابېلو مجلسونو سيکورټۍ لپاره شاوخوا نهه سوۀ نه سيوا سيکورټي اهلکار ځاې په ځاې شوي او له دې ترڅنګ د سي سي ټي وي کيمرو د لارې د مجلسونو څارنه کيږي۔

همدا رنګ د څه بدې پيښې مخنيوي لپاره د ښار په ټولو داخلي او خارجي لارو ناکه بندي لګولو سره د لټون عمل نور هم چټک شوے دے۔

دي نه علاوه سيکورټي جامع جوړولو لپاره د امام باړو اړخونو ته په ساده کپړو کښې هم يو شمير پوليس ځاې په ځاې شوي دي۔

په ډاګه دي وي چې د مئ په اووۀ ويشتمه نيټه سبا د پيښور پشمول ټول ملک کښې د حضرت علي رضي الله د شهادت ورځ ډير په درناوي او احترام سره لمانځل شي۔

Show More

Related Articles