سيدو شريف ائيرپورټ شل کاله پس بحالي فيصله شويده

وزيراعلې محمود خان دا هم ولکي دي چي د سيدو شريف ائيرپورټ سوات کښې سيلګري ته وده ورکولو او ځائي اولس ته آساني ورکولو په عرض بحالې فيصله شويده

حکومت د سوات سيدو شريف ائيرپورټ شل کاله پس بيرته بحالولو فيصله کړيده۔ څرګنده دے وي چي سيدو شريف ائيرپورټ شل کاله وړاندي سيمه کښې د امن وضع خرابيدو له عمله بند کړي شوي وو او تر دے دمه بند پروت دے۔

د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان آفيشل فيس بک پاڼه باندي ورکړي شويدې چې وزيراعظم عمران خان ته ئي سيدو شريف ائيرپورټ باندي د فلائټس شروع کولو خواست کړۓ وو، کوم چي وزيراعظم منظور کړے دے او متعلقه ادارو ته ئي د ائيرپورټ بحالولو امر کړے دے۔

وزيراعلې محمود خان دا هم ولکي دي چي د سيدو شريف ائيرپورټ سوات کښې سيلګري ته وده ورکولو او ځائي اولس ته آساني ورکولو په عرض بحالې فيصله شويده۔

څرګنده دے وې چې څو ورځي وړاندې د سوات ډپټي کمشنر ثاقب رضا اسلم د يوي دستوري په مهال ويلي وو چي موجوده صوبائي او مرکزي حکومت سوات او ملاکنډ ډويژن کښې سيلګري ته وده ورکولو دپاره سيدو شريف ائيرپورټ بيا بحالې فيصله کړيده، او ړومبي مرحله کښې به ائيرپورټ د روان کال نومبر مياشت کښې ملکي پروازونو دپاره پرانستلي شې۔

ډي سي دا هم ويلي دي چې ائيرپورټ نړوال معيار باندي جوړولو دپاره تعمراتي کار شروع کړے شوے دي او دے لړ کښې د ائيرپورټ دپاره څوارلس سوا کناله زمکه هم په دوه اربه روپي اغستي شويده۔

د حکومت دے ګام باندي د سوات او په خصوصې توګه د ملاګنډ ډويژن اوس د خوشحالې څرګندونه کړيده۔

Show More

Related Articles