مردان کښې سرکاري سکول طالبعلمانو خپل استاد باندي جنسي زياتي تور پوري کړے

د خبري رامخي ته کيدو ورسته نن د طالبعلمانو والدين ګڼ شمير کښې سکول ته ورغلي وو او هلته ئي په احتجاجي توګه هيډ ماسټر سره د ياد استاد پرضد شکايت درج کړے دے

مردان کښې سرکاري سکول طالبعلمانو استاد باندي جنسې زياتي د هڅو تور پوري کړے دے۔ د کاټلنګ شيوه بانډي سرکاري مډل سکول يو شمير طالبعلمانو په خپل استاد توري پوري کړے دي چي جميل نومي ټيچر به د کلاس دوران ټول طالبعلمان د ځان سره ګير چاپيره راټول او ورسره به ئي قابل اعتراض حرکتونه کول۔

ټي اين اين سره خبرو کښې د اتم ټولګي طالبعلم د نامي نه ښودلو په شرط ويلي دي چي جميل نومي ټيچر به دوي ته د جغرافي او تاريخ سبق ښودلو او له ډيري مودي راهسي د جنسي هراسيږي دا لړي روانه ولي طالبعلمانو به د شرم له وجي خبره نه ښکاره کوله۔

د خبري رامخي ته کيدو ورسته نن د طالبعلمانو والدين ګڼ شمير کښې سکول ته ورغلي وو او هلته ئي په احتجاجي توګه هيډ ماسټر سره د ياد استاد پرضد شکايت درج کړے دے۔

د سکول هيډ ماسټر د درخواست جمع کولو ورسته والدينو ته باور ورکړيدے چي دے لړ کښې به تعليم محکمي ته خط استوې او دغه استاد پرضد به قانوني کاروائي کولې شي چې راتلونکي وخت يو استاد هم داسي حرکت وو نکړې۔

په دے محال د سکول د څه بدي پيښي نه بچ کيدو دپاره د پوليس درنه نفري هم د سکول مخي ته رارسيدلي وه۔

بلخوا د مردان ضلعې ډپټي ډې او ابضار ويلي دي چي دے لړ کښې د ياد سکول هيډ ماسټر او متعلقه استاد دفتر ته طلب کړے شويدې که چيرته پلټنو کښې استاد باندي جرم ثابت شو نو پرضد به ئي سخته قانوني کاروائي کولې شې۔

د هيډ ماسټر لخوا د قانوني کاروائي باور ورکولو ورسته په احتجاج راغلې والدين په پرامنه توګه باندي خپاره شويدي۔

Show More

Related Articles