د خيبرپښتونخوا په بېلابيلو سيمو کښې د زلزلې جړقونه، تور غر کښې دوۀ استاذان ژوبل

د خيبرپښتونخوا په بېلابيلو سيمو کښې نن سحر د زلزلې جړقونه محسوس شوي چې له وجې يي د تورغر په سرکاري پرائمري سکول کښې دوه استاذان ژوبل شوي دي۔

د ذرائعو ترمخه د زلزلې جړقونه، د مانسهرې پشمول، بونير، دير، سوات، ايبټ آباد، صوابۍ او نور سيمو کښې محسوس شوي چې له وجي په اولس کښې ويره ترهه خپره شوي او هغوي د کورنو او دوکانونو څخه په بهر راوتلو مجبوره شوي دي۔

ذرائعي وايي په ريکټر سکيل د زلزلې زور پينځه اعشاره صفر ښودل شوي کومه چې د بټګرام په غرئيزه سيمه کښې په زمکه کښې شل کلو ميټره دننه راغلي ده۔

Show More

Related Articles