دير کښې د سرکاري سکول زده کونکو د بجلۍ لوډشيډنګ په ضد احتجاجي مظاهره کړې

د خيبرپښتونخوا په بره دير کښې د سرکاري سکول زده کونکود بجلۍ ناروا لوډشيډنګ په ضد احتجاجي مظاهره کړې ده۔

دې لړ کښې نن د واړي سرکاري پرائمري سکول ګڼ شمير زده کونکي په سيمه کښې د ناروا لوډشيډنګ په ضد واړي بازار ته په احتجاج راوتلي او د حکومت او واپډ په ضد يي نارې وهلي دي۔

په دغه مظاهر کښې د زده کونکو سره مقامي سوداګرو او د سيمي اولس هم برخه اخستې چې له وجي يي د دير نه پيښور ته تلونکي سړک د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې ؤ۔

د احتجاج په مهال مظاهره کونکي ويلي چې په واړئ او بره دير کښې تر پينځلس نه شل ساعتونو پورې لوډشيډنګ کيږي چې له وجي يي د دغه سيمه اولس ته د ګرمۍ پشمول نورې يو شمير ستونزې ورپيښي شوي دي۔

د احتجاج په مهال مظاهره کونکي زده کونکو غوښتنه کړې چې بايد حکومت او د واپډه چارواکي د دوي ستونزه ختمه کړي۔

بلخوا د احتجاج په وخت مقامي انتطاميه د مظاهره کونکو سره مذاکرات کړي او هغوي ته د ستونزې حل کولو باور ورکړې چې ورسره هغوي خپل احتجاج ختم کړے دے۔

Show More

Related Articles