خيبرپښتونخوا کښي د نور باران امکان څرګند شوې

پيښور او پيښورسره تړلے سيمو کښي هم تيره ورځ خال خال باران شوي چي ورسره موسم ښه شوي دے۔

د موسمياتو محکمے ترمخه راتلونکي شواروز کښي د خيبر پښتونخوا پيښور،مردان،کوهاټ،ملاکنډ او هزاره ډويژنو کښي په آسمان د وريځو خوريدو سره د باران امکان څرګند کړي شوي دے۔

د محکمے وينا ده چي تيره ورځ هم د صوبے زياتره سيمو کښي باران وريدلے دي د کومے ترمخه چي کاکول کښي شپاړس ،کوهستان کښي پنځلس،بالاکوټ کښي ديارلس،مالم جبه کښې نهه،سيدوشريف کښي اووه،پاړه چنار کښي شپږ او چراټ کښي يو ملي ميټر باران ريکارډ کړي شوي دے۔

پيښور او پيښورسره تړلے سيمو کښي هم تيره ورځ خال خال باران شوي چي ورسره موسم ښه شوي دے۔

د موسمياتو محکمه وائي چي سبا نه تر څو ورځو پورے په ټوله صوبه کښي به موسم ګرم او وچ وي او د باران هيڅ امکان نشته چي ورسره به ټوله صوبه کښي د حرارت درجه سيوا شي ۔

نن پيښور کښي د حرارت کمه درجه څليريشت او زياته اووه ديرش ډګري سينټي ګريډ ريکارډ کړي شوي ده۔

Show More

Related Articles