د خيبرپښتونخوا راتلونکي بجټ کښې اولس ته څومره ګټه ده ؟

د خيبرپښتونخوا حکومت راتلونکي مالي کال دوۀ زره نورلسم او شلم لپاره د بجټ حجم تر اته سوۀ اربه روپۍ ايښودو تجويز ورکړې چې پکښې د کليز ترقياتي پروګرام په مد کښې د دوۀ سوۀ نهه اربه روپو مختص کولو تجويز ورکړې شوې دې۔

پيښور کښې د ترقياتي منصوبو لپاره اووۀ اربه نهه کروړه روپۍ مختص کولو تجوير هم د راتلونکي مالي بجټ برخه ده۔

صوبائي حکومت هم د وفاق په پله ګام ايښودو سره د صوبائي وزيرانو په تنخواګانو کښې تر لس فيصده د کمي پريکړه کړې ولې له دې ترڅنګ يي د ګريد يو نه تر شپاړسم پورې د سرکاري نوکرانو په تنخواګانو کښې د لس فيصده ولې د ګريد اوولس نه تر نورلس پورې افسرانو په تنخوا کښې د پينځه فيصده اضافې تجوير وړاندې کړې دې۔

د ذرائعو ترمخه د مالي کال دوۀ زره نورلسم او شلم لپاره د تعليم په مد کښې ټول بجټ شاوخوا يو کهرب او اتيا کروړه او نوي لکه روپۍ مختص شوي چې پکښې شل اربه روپۍ قبائلي ضلعو ته د ورکولو تجويز شوې دې۔

ذرائعي زياتوي امکان شته چې د خيبرپښتونخوا حکومت د جون په اتلسمه نيټه خپل بجټ وړاندې کړي۔

Show More

Related Articles