چترال : د بے درکه شوي ځوان مړې موندل شوې

د خيبرپښتونخوا چترال آيون سيمه کښې د بارانۍ نالې نه څلور ورځې وړاندې بے درکه شوي ځوان مړې موندل شوے دے۔

د آيون تاڼې ايس ايچ او ترمخه ذاکر څو ورځې وړاندې د آيون څخه بے درکه شوې ؤ ۔

د ذاکر د پلار ترمخه د کيسو کلي ذاکر احمد د اختر په ورځو کښې د خپلوانو پله ورغلې ؤ خو ولي بيرته کور ته نه دې راغلې چې له وجي يي دوي د هغه لټون شروع کړې او مړې يي د بارانۍ نالۍ نه موندلې دے۔

ذرائعي وايي موندلې شوې مړې ترډيره حده خراب شوي او پوليس وايي د مړي په بدن د تشدد نخښه ښکاره شوي دي۔

پوليس وايي د ذاکر مړې د پوسټ مارټم لپاره د دروش تحصيل هيډ کواتړ ته وړل شوې چرته چې د پوسټ مارټم ورسته هغه خپلو وارثانو ته سپارل شوې دې۔

بلخوا پوليس تراوسه د پيښې په ضد ايف آئي ار نه دې درج کړې خو ولې پلټنې يي شروع کړي د کومې ورسته چې به مقدمه هم درج کړي کيږي۔

Show More

Related Articles