خيبر پښتونخوا حکومت پنځه معاون خصوصي او مشيرانو تعيناتي ځنډولي شويده

عدالتي حکم باندي معطل شوي کسانو کښې اجمل وزير، ضيا بنګش، عبدالکريم، حيات الله او کامران بنګش شامل دي

پيښور هائي کورټ د خيبر پښتونخوا حکومت پنځه معاون خصوصي او مشيرانو تعيناتي ځنډولې ده۔ خيبر پښتونخوا اسمبلې کښې د عوامې نيشنل پارټي غړي خوشدل خان ايډوکيټ د صوبي پنځه معاون خصوصيانو او مشيرانو تعيناتي پيښور هائي کورټ کښې چيلنج کړي وه کوم باندي چي نن جسټس اکرام الله فيصله اورولي ده۔

د صوبي اعلي عدالت پنځه معاون خصوصي او مشيرانو د تعيناتي اعلاميه ځنډولي ده۔

عدالتي حکم باندي معطل شوي کسانو کښې اجمل وزير، ضيا بنګش، عبدالکريم، حيات الله او کامران بنګش شامل دي۔

وزيراطلاعات شوکت يوسفزئي غبرګون

بلخوا عدالتي فيصله باندي غبرګون ورکولو سره وزيراطلاعات شوکت يوسفزئي ويلي دي چي د ميډيا د لاري ورته د عدالتي فيصلي معلومات ترلاسه شويدي کوم باندي چي غور روان دے، صوبائي وزير ويلي دي چي له دے وړاندي حکومت ته عدالتي له لوري څه قسمه نوټس نه وو ورکړي شوي او دا چي نن نوټس جاري کړې شوي وو۔

شوکت يوسفزئي دا هم ويلي دي چي د ميډېا په زريعه ورته معلومه شويده چي هائي کورټ مشيرانو او معاون خصوصېانو تعيناتي غير آئيني او غير قانوني ګرزولي ده، ولي داسي څه قسمه خبره نشته دے او آئين کښې د پنځه نه سيوا مشيرانو ساتلو اجازه شته دے۔

اطلاعاتو وزير ويلي دي چي حکومت د عدالتي فيصلي جاج اخلي چي په کوم بنياد باندي مشيران معطل کړي شويدي، ده اويل چي عدالت دا ډيره لويه فيصله کړيده د ملک نورو صوبو کښې هم دا پريکټس کيږي او حکومت چلولو دپاره مشيران او معاون خصوصي ضرورت وي او دا چي عدالتي فيصلي باندي تفصيلي غور ورسته به جواب ورکولې شې او دے لړ کښې د ايډوکيټ جنرل سره هم خبري رواني دي۔

 

Show More

Related Articles