د پاکستان بيت المال د سوات، ملاکنډ او بونير يونيم سل زده کونکو ته ويړيا تعليم ورکوي

که چرې ستاسو په پوهنتون کښې غريب او بے وسه زده کونکو ته د سکالرشپ ضرورت وي نو هغوئ بايد د بيت المال سره اړيکه ونسي

د پاکستان بيت المال د ملاکنډ، سوات او بونير پوهنتونو ترمينځ په هغۀ مفاهمتي ياداښتونو لاس ليک شوي چې پکښې د بيت المال لخوا غريب او مستحق زده کونکو ته د ويړيا تعلمي زده کړو زمينه برابرولې شي۔

دې لړ کښې نن د ملاکنډ، سوات او بونير په پوهتنونونو کښې دستورې ترسره شوي چې پکښې د درې واړه پوهنتونونو څخه  پنځوس پنځوس زده کونکو ته د پاکستان بيت المال لخوا د څوارلسم او شپاړسم  د ويړيا تعليم ورکولو په مفاهمت لاس ليک شوے دے۔

دستورې د وينا ته په مهال د پاکستان بيت المال منيجنګ ډائريکټر عون عباس ويلي د نهه مياشتو په موده کښې د پاکستان بيت المال شاوخوا څلور زره هلکان او جينکو زده کونکو ته د سکالرشپ ( ويړيا تعليم) آسانۍ ورکړي دي۔

هغه وويل دې لړ کښې د بيت المال لخوا خپله د ملک دوۀ آتيا پوهنتونونو ته خطونه استولي شوي چې پکښې د پوهنتون انتظامې ته ويلي که چرې ستاسو په پوهنتون کښې غريب او بے وسه زده کونکو ته د سکالرشپ ضرورت وي نو هغوئ بايد د بيت المال سره اړيکه ونسي۔

د ډائريکټرعون عباس ترمخه پاکستان بيت المال په ټول ملک کښې يونيم سل سکولونه، څلويښت سويټ هومز او يونيم سل وويمن امپاؤرمنټ سنټرې چلوي چې ترې يو شمير غريب او مستحق زده کونکي ګټه ترلاسه کوي۔

هغه وويل دې سره سره تر پينځوس زره پورې معذوره خلکو ته د هغوئ د استعمال څيزونو هم د بيت المال لخوا ورکولې کيږي۔

عون عباس زياتوي چې وفاقي حکومت لخوا پاکستان بيت المال اداره کښې د ښه ډول اصلاحات شوي کومه چې په حقيقي معنو کښې د غريب او بے وسه خلکو مرسته کوي۔

Show More

Related Articles