چترال: د جينې خودکشي ذمه وار کس ته سزا اورولي شوي

شندور سره نژدي سيمي بوني جوډيشل مجسټريټ عدالت کښې د سکول چوکيدار نه تنګي راغلې جينئ د ځان وژني کيس اوريدنه شويده

د چترال يو مقامي عدالت د طالبعلمي خودکشي ذمه وار د سکول چوکيدار ګرځولي دي او ورته ئي دوه کاله قيد سزا اورولي ده۔

شندور سره نژدي سيمي بوني جوډيشل مجسټريټ عدالت کښې د سکول چوکيدار نه تنګي راغلې جينئ د ځان وژني کيس اوريدنه شويده۔

کيس اوريدني په مهال عدالت د سرکاري سکول اوولس کلنې طالبعلمي طاهره بي بي د خودکشې ذمه وار د سکول چوکيدار وو ګرځولو۔

عدالت خپله فيصله کښې ملزم ديدار علي د آئين دفعه دري سوا څلور پنځوس لاندي دوه کاله قيد سره د مشقته سزا واوروله۔ ډان ويب پانړي رپورټ ترمخه د طالبعليمي کورني ترمخۀ طاهره بي بي کورنمنټ هائي سيکنډري سکول کښې زدکړي ترلاسه کولې او هلته مسلسل د چوکيدار د لوري په جنسي توګه هراسا کيدله۔

طاهره بي بي د خپلي دے ستنځي په اړه ړومي د سکول پرنسپل ته شکايت کړي وو چرته چي ورته څه قسمه مثبت مرسته ترلاسه نه شوا له نو د متعلقه تهاني سره ئي رابطه اوکړه۔

کورني غړو ترمخه پوليس تهاني اهلکارو طاهره بي بي سره قانوني مرسته وو نه کړه د کومي ورسته هغي يو واري بيا پرنسپل ته شکايت اوکړو د معلقه چوکيدار په اړه۔

ولي دا واري هم د سکول انتظامي د طالبعليمي سره څه مرسته وو نکړه او مجبوري نه کال دوه زره شپاړلسم په اګست مياشت کښې طاهره بي بي د زهرو خوړولو سره خپل ژوند ختم کړو۔

ورسته طاهره بي بي نومي طالبعليمي پلار د خپلي لور د خودکشي ذمه وار د سکول چوکيدار وو ګرځولو او تهانه کښي ئي د هغه پرضد مقدمه درج کړه۔

د تيرو دوه کالو راهسي د کيس اوريدنه روانه د کومي ورسته چي نن عدالت ملزم ته دوه کاله قيد سره د مشقت اورولي دي، رپورټ لکي چي سرکاري وکيل په دے حقله ويلي دي چي په ړومبي وار د خودکشي کيس کښې ملزم سزا وار ګرځولي شويدي۔

Show More

Related Articles