ټوله خيبرپښتونخوا کښې ځائي په ځائي د باران امکان دے

نن پيښور کښي د حرارت کمه درجه دريويشت او زياته څلويښت درجي ډګري سينټي ګريډ ريکارډ کړي شوي ده۔ هوا کښي نمي اووه څلويښت فيصدي ده

د موسمياتو محکمے تر مخه راتلونکي شواروز کښي ټوله خيبرپښتونخوا کښي په اسمان د وريځو خوريدو او ګاړګوړ سره  د باران هم امکان څرګند کړي شوي دے۔

د محکمے وينا ده چي تيره ورځ هم د صوبے په زياتره سيمو کښي باران وريدلي دے۔ د کومے ترمخه بره دير کښي ديرش ملي ميټره، کاکول کښي نهيشت ملي ميټره،پاړه چنار کښي څلور ملي ميټره او بالاکوټ کښي درے ملي ميټره باران ريکارډ کړي شوي دي۔ولي چترال کښي هم  خال خال باران وريدلے دے۔

نن پيښور کښي د حرارت کمه درجه دريويشت او زياته څلويښت درجي ډګري سينټي ګريډ ريکارډ کړي شوي ده۔ هوا کښي نمي اووه څلويښت فيصدي ده۔

Show More

Related Articles