چارسده : عمرزئ قتل کيس کښې يو بل نامزد ملزم نيول شوې

په کيس کښې نامزد ملزم پير محمد له وړاندې څخه نيول شوې او دا چې اوس به د دواړو ملزمانو څخه نوري پلټنې کولې شي

د چارسدې په عمرزئ سيمه کښې د رامخي ته شوي پيښې په مقدمه کښې نامزد يو بل ملزم سره شپږ مرسته کونکو نيول شوے دے۔

د چارسدې ډي پي او عرفان الله خان ترمخه عمرزئ قتل کيس کښې د اتمانزئ مطلوب ملزم ناصر جمال نيولې شوي څوک چې د مرکزي ملزم نادر خان د ترور زوې دے۔

عرفان الله خان وويل د ملزم نادر خان مرسته کونکي څوک چې  د هغه سره په ملګرتيا مليشياء ته تلې د بيرته راتګ په مهال ائيرپورټ کښې نيول شوي دي۔

د ډي پي او ترمخه په کيس کښې نامزد ملزم پير محمد له وړاندې څخه نيول شوې او دا چې اوس به د دواړو ملزمانو څخه نوري پلټنې کولې شي۔

ډي پي او زياتوي چې متاثر شوې کورينۍ ته به د هر ډول ممکن تخفظ سره انصاف ورکولې شي او ډير زر به په پيښه کښې ککړ مرکزي ملزم نادر د نيولو سره قانون ته وړاندې کولې شي۔

څرګنده دي وي چې څه  موده وړاندې ملزم نادر د زمکې په شخړه د يوې کورنۍ درې وروڼه په خپله حجره کښې وژلي وو۔

Show More

Related Articles