خيبرپښتونخوا شل زره تنخوا اخستونکي ملازمانو باندې انکم ټيکس لګول شوې

همدا شان د وفاق او صوبائي حکومت د اووم ګريډ نه تر دوۀ ويشتم ګريډ ملازمان به د شپږو بېلا بيلو سليبونو تر سيوري لاندې د زرؤ روپو نه تر درې زره روپۍ ټيکس ورکوي

د خيبرپښتونخوا حکومت  د شل زرۀ روپو نه سيوا تنخوا اخستونکي په عامو وګړو او د اووم ګريډ نه سيوا سرکاري ملازمانو باندې انکم ټيکس لګولے دے۔

د کال دوۀ زره نورلسم لپاره د خيبرپښتونخوا فنانس بل ترمخه د نوي ټيکس اطلاق به د روان کال جولايۍ مياشت نه کيږي۔

د فنانس محکمي ترمخه د ديرش زره روپو نه سيوا او د پينځوس زره نه کمه تنخوا اخستونکي وګړي به د مياشتې دولس سوۀ ولې د پينځوس زره نه سيوا او د يو لک نه کمه تنخوا اخستونکي خلک به د مياشتي په سر پينځلس زرۀ روپو ټيکس ورکوي۔

همدا شان د وفاق او صوبائي حکومت د اووم ګريډ نه تر دوۀ ويشتم ګريډ ملازمان به د شپږو بېلا بيلو سليبونو تر سيوري لاندې د زرؤ روپو نه تر درې زره روپۍ ټيکس ورکوي۔

له دې د لسو نه سيوا هغه ملازمان څوک چې پرائيوټ کلينک او هسپتالونه لري تر پينځلس زرۀ سروس ټيکس ورکوي۔

Show More

Related Articles