مردان کښې پوليس په خواجه سراؤ ډزي کونکي ملزمان نيولي

رشيد او حمزه څو ورځې وړاندې په ډک بازار کښې په خواجه سراؤ ډزي کړي چې په نتيجه کښې يي خواجه سراء آرمان عرف (کالجے) او فرمان ( سپوګمۍ) ژوبل شوي وو

د خيبرپښتونخوا مردان پوليسو په خواجه سراؤ د ډزو په تور کښې دوۀ ملزمان نيولې او له ولقې نه يي هغه وسله ترلاسه کړې په کومه چې هغوئ په خواجه سراؤ ډزي کړې وې۔

د مردان ډي پي او سجاد خان او ايس پي آپريسن مشتاق خان نن د هنګامي پريس کنفرانس په مهال وويل د تحت بايي تاڼي پوليس ډلې په جديد سائني خطونو د کارروايۍ کولو سره دوه ملزمان سره وسلې نيولي دي۔

هغه وويل د نيول شوي ملزمانو پيژندګلو د رشيد او حمزه په نومونو شوي کومه چې د خپل جرم قبول کړے دے۔

د پوليس ترمخه رشيد او حمزه څو ورځې وړاندې په ډک بازار کښې په خواجه سراؤ ډزي کړي چې په نتيجه کښې يي خواجه سراء آرمان عرف (کالجے) او فرمان ( سپوګمۍ) ژوبل شوي وو۔

د ډي پي او سجاد خان په وينا د خواجه سراء ارمان او د نيول شوي تن رشيد ترمينځ څه ورځي وړاندې جګړه شوي وۀ نو ځکه هغوئ په خواجه سراؤ حمله کړي ده۔

پوليس وايي د نيول ملزمانو نه د پيښې په اړه نوري پلټني هم رواني دي چې پکښې د نوې انکشافاتو توقع شته دے۔

د يوې پوښتنې په ځواب کښې ډي اپي او سجاد خان وويل چې هغه په خپله د ژوبل شوي خواجه سراؤ تپوس لپاره هپستال ته تللې چرته چې د هغوئ حالت د خطرې نه بهر ښودل شوے دے۔

Show More

Related Articles