د پېښور ښار تاريخي قلعه بالا حصار د سيلګرۍ مرکز جوړولو فيصله شوې

ډاکټر عبدالصمد ترمخه بالا حصار قلعې ته په نړيوال کچ د سيلګرۍ اهميت ترلاسه دې

 د خيبرپښتونخوا حکومت د پېښور ښار تاريخي قلعه بالا حصار د بحالۍ، ډول سينګار او د سيلګرۍ مرکز جوړولو فيصله کړې ده۔

د خيبرپښتونخوا آرکيالوجي څانګې ترمخه په مسقتبل کښې د بالا حصار نه د ايف سي ځواکونو ويستو او هغه شاه کس ته د منتقيل کولو تجويزونه رامخي ته شوي دي۔

د ذرائعو ترمخه د آختر نه وړاندې د ارکيالوجي څانګې چارواکو د وزيراعظم عمران خان سره د بالا حصار قلعې بحالۍ او دا په باقاعده توګه د پرانستلو تجويزونه رامخي ته شوي او له دې ترڅنګ په دغه قلعه کښې ميشت ايف سي اهلکار شاه کس ته د ليږلو او هغوئ ته هلته کښې د ځاې بندوبست کولو تجويز هم د محکمي لخوا ورکړې شوې ؤ۔

په دغه تجويز ويل شوي وو چې په شاه کس کښې به ايف سي اهلکارو لپاره پينځه سوه ديرش کناله زمکه اخستل شي چې به پکښې نيمې پيسې صوبائي حکومت او نيمې ايف سي ادا کوي۔

د خيبرپښتونخوا پخواني اثارو ډائريکټر ډاکټر عبدالصمد ترمخه بالا حصار قلعې ته په نړيوال کچ د سيلګرۍ اهميت ترلاسه دې او دا چې وزيراعظم عمران خان هم غواړي بالا حصار قلعه د سيلګرۍ مرکز جوړشي او مسقتبل کښې دا قلعه د روزانه په بنيادي د سليګرو لپاره پرانستل شي۔

 

 

 

 

 

 

 .

 

Show More

Related Articles