پيښور : د اته کلنې زينب سره جنسي زياتي کونکې ملزم نيول شوې

د پيښور پوليس ويلي د اته کلنې زينب سره په مبينه توګه د هغې د ترور خاوند جنسي زياتي کړے دے۔

د شوسل ميډيا ذرائعو ترمخه د پيښور هشنغرۍ اته کلنه زينب تيره ورځ سعيد آباد کښې د خپلې ترور کوره ته ورغلې چرته چې د هغې د ترور خاوند هغه د جنسي زياتي ښکار کړې ده۔

ذرائعي وايي پوليس د خبر ترلاسه کيدو ورسته سمدستي کارروايي کړې او ملزم نيازعلي يي ګرفتار کړے دے۔

پوليس وايي د متاثره شوې ماشومې نمونې د طبي معائنې لپاره هسپتال ته ليږل شوي چرته چې د جنسي زياتي پخلي کيدو نه پس د ملزم په ضد مقدمه درج کولې شي۔

Show More

Related Articles