خيبرپښتونخوا : سرکاري محکمو کښې د څلور اتيا زره سرکاري خالي څوکو انکشاف شوې

د خزانې محکمې پشمول نور څانګو ته امر شوي چې بايد هره محکمه کښې د موجوده خوشي آساميو جائزه واخستلې شي

د خيبرپښتونخوا په بېلا بيلو سرکاري محکمو کښې د څلور اتيا زره سرکاري خالي څوکو انکشاف شوې او ويل کيږي دغه څوکۍ له تيرو درې کالو راهسې خالي پرتي دي د کومو د ختمولو منظوري چې ورکړي شوې ده۔

د جون مياشتې په اتلسمه نيټه د صوبائي بجټ وړاندې کيدو مهال د خزانې محکمې لخوا يو رپورټ وړاندې شوې چې پکښې انکشاف شوې دا مهال د صوبے په بېلا بيلو سرکاري محکمو کښې څلور اتيا آساميانې خوشي پرتي دي خو ولي تراوسه د کومې محکمې کار نه دې متاثره شوې۔

ذرائعي وايي دې لړ کښې د خزانې محکمې پشمول نور څانګو ته امر شوي چې بايد هره محکمه کښې د موجوده خوشي آساميو جائزه واخستلې شي او د هغې په رڼا کښې دې پرله پسې دغه آسامۍ په باقاعده توګه ختمې کړې شي۔

دې لړ کښې سرکاري ذرائعو د پخلې کولو سره ويلي د دغه څلور اتيا زره آساميانو د ختمولو منظوري ورکړي شوي ولې چې د قانون ترمخه په کومه محکمي کښې چې يو څوکۍ د شپږ مياشتو نه سيوا خوشي پاتي شي هغه ختمولې شي۔

ذرائعې زياتوي د دغه آساميو په اړه عدالت کښې د کيس اوريدنه روانه ده خو ولي په دې د پبلک سروس کميشن معاملات هم شته نو ځکه د دې کيس ډير په غور سره د جائزې اخستو فيصله شوي ده۔

Show More

Related Articles