د پيښور تعليمي بورډ نن د نهم او لسم جماعت نتيجې اعلان کوي

د پيښور تعليمي بورډ نن د جون په پينځه ويشتمه نيټه د کال دوۀ زره نورلسم نهم او لسم جماعت نتيجې اعلان کوي۔

د پيښور بورډ اعلاميه ترمخه د نهم او لسم جماعت نتيجې به نن مازيګر پينځه بجې اعلان کولې شي او دې لړ کښې د پيښور په ټولو سرکاري تعليمي سکولونو کښې د زرلټ کتلو لپاره کيمپونه لګول شوي دي۔

اعلاميه وايي د پيښور بورډ لخوا په وړومبي ځل سبجيکټ وائس رزلټ وړاندې کيږي چې ورسره زده کونکې د خپلو ټولو پرچو رزلټ د ډي ايم سي راتلو نه وړاندې کتلې شي۔

له دې ترڅنګ زده کونکو لپاره د سي ايم سي لاره هم ښودل شوي چې له مخې يي يو زده کونکې د پيغام له لارې هم خپل رزلټ کتلې شي۔

Show More

Related Articles