بونير: سلارزو اولس ماربل سټي پرضد لويه جرګه کړي

سلارزي د بونير ضلعې هغه سيمه ده چرته چي د کروندي زمکه ډيره کمه ده او د ماربل سټي جوړښت سره به د سيمي په زراعتو ډېر بد اغيز پروزي

د بونير سلارزي سيمي سياسې، سماجي مشرانو ترڅنګ کرونده ګرو علاقه کښې د مجوزه ماربل سټي منصوبي پرضد لويه جرګه کړېده۔ نن شوي ګرينډ جرګي ورسته ځائي مشرانو ملک فضل معبود خان، عالم خان، اسحاق خان، عزيز بونيرې، امير نواب خان او د ډګر ټاون ناظم مولانا سعيدالرحمان مفکر د ميډيا غړو ته اويل حکومت چي د ماربل سټي دپاره د کوم ځاې انتخاب کړے دې دغه د سلارزي قوم د استوګني او کرکروندي زمکي دي او دوي به کله هم سرکار ته دے باندي د ماربل سټي جوړولو اجازه ورنکړو۔

مشرانو خپلو خبرو کښې اويل چي سلارزي د بونير ضلعې هغه سيمه ده چرته چي د کروندي زمکه ډيره کمه ده او د ماربل سټي جوړښت سره به د سيمي په زراعتو ډېر بد اغيز پروزي۔

او دے نه علاوه دے منصوبي سره به په سونو مقامي کورني در په در شي او وړاندي دغه خلق د روزانه په بنياد د ماربلو درنګونو کښې استعماليدونکي په ټنونو په حساب بارودو د استعمال له امله د ذهني ناروغو ښکار دي۔

د جرګي مشرانو خپلو خبرو کښې دا هم اويل چي د سلارزو سيمه د ماربل سټي دپاره موزون نه ده ولي چي يو خو سيمه  کښې د اوبو کمي دي او بل دے علاقي په مقابله کښې د بونير مرکزي سيمو کښې د وسيع رقبي زمکي شتون لري۔

مشرانو په آخره کښې اويل چي دا اولس دښمنه د موجوده حکومت منصوبي منلو ته موږ په هيڅ صورت تيار نه يو او که چيرته حکومت منصوبه بلي سيمي ته منتقل نکړه نو د سلارزو اولس به په روډونو راوځي او نه ختميدونکي احتجاجي دهرنا به شروع کړي۔

Show More

Related Articles