پيښور تعليمي بورډ د لسم جماعت کليزي نتيجي اعلان کړېدي

د پيښور تعليمي بورډ د نتجو مجموعي تناسب دري اتيا اعشاريه شپږ پنځوس فيصدي راغلي ده

پيښور تعليمي بورډ د لسم جماعت کليزي نتيجي اعلان کړيدي چي ترمخه سائنس ګروپ کښې يو زر شپيته نمبرو سره ړومبي پوزيشن د فارورډ پبلک سکول حيات اباد طالبعلمي فوزيه ابصار اغستي دې۔

نن د بورډ له لوري اعلان شوي نتيجو ترمخه د يو زر شپږ پنځوس نمبرو ترلاسه کولو سره دويم پوزيشن باندي د پيښور ماډل سکول کوهاټ روډ ملک وهاب علي او هم د پيښور ماډل سکول دلزاک روډ طالبعلمي لبني يونس راغلې دې، دريم پوزيشن د يو زر پنځه پنځوس نمبرو سره سدره عبيد ترلاسه کړېدې۔

نتيجو ترمخه آرټس ګروپ کښې ړومبئ پوزيشن د عثمانيه چلډرن اکيډي طالبعلم ادريس بختيار نهه سوا څلور اتيا نمبرو سره اغستي دې، دويم پوزيشن د يونيورسټي ماډل سکول طالبعلمي ماه روشه خان او دريم پوزيشن د ايګري کلچر پبلک سکول اينډ کالج پيښور طالبعلمي زينب په برخه رسيدلي دے۔

د پيښور تعليمي بورډ د نتجو مجموعي تناسب دري اتيا اعشاريه شپږ پنځوس فيصدي راغلي ده۔

د نتيجو اعلان کولو دستوره تيره ورځ يونيورسټي پبک سکول پيښور کښې شويده چي پکښې ارشد خان د خيبر پښتونخوا ايلمنټري او سيکنډري ايجوکيشن سيکرټري پوزيشن ترلاسه کونکي طالبعلمانو کښې نقعد انعامونه او سرټفکيټي ويشلي دې۔

په دے مهال د پيښور بورډ چئيرمين بشير خان يوسفزئي او پوزيشن ترلاسه کونکي طالبعلمانو والدين هم موجود وو۔

دے نه علاوه د مردان تعليمي بورډ به د لسم جماعت کليزي نتيجي سبا په اوويشتم جون سحر لس بجي د بورډ آډټوريم کښې اعلان کوې۔

Show More

Related Articles