هغه دوۀ خوئيندې چې بغير سکول ته د تلو يې بورډ ټاپ کړې

نويد علي تر پې ډي ايچ په خپلو لوڼو تعليم ترلاسه کول غواړي او هڅه به کوي چي هم داسي د دوي تعليمي لړۍ دوامداره وساتي

عبدالستار

چرته چې هم څوک انسان د زده کړي شوق لري هلته د هغه لپاره مکتب ( سکول) ته تګ راتګ هيڅ منع نلري که چرې يو زده کونکې وغواړي نو سکول ته د تلو بغير هم خپل ځان کاميابولې شي۔

د علم سره د ذوق ژوندې مثال د نوښار ضلعې هغه دوۀ خوئيندې دي چا چې سکول ته د تلو نه بغير نه يواځې په امتحان کښې کاميابي موندلې بلکې له دې سره هغوئ دواړه پرله پسې د بورډ وړومبې او دويم پوزيشن ترلاسه کړې دې۔

د مردان بورډ آف انټرميډيټ اينډ سيکنډري ايجوکيشن لخوا نن د کال دوۀ زره نورلسم لپاره د لسم جماعت نتيجې اعلان شوي چې پکښې په اړټس ګروپ کښې وړومبي او دويم پوزيشن په ديني مدرسه کښې زده کړه کونکې دوۀ خوئيندو په خپل نوم کړے دے۔

د نوښار ضلعې حيکم اباد جامعه تحسين القران مدرسې زده کونکو خوئيندو منيبه عمير او اقراء عزيز د لسم جماعت په آرټس ګروټ کښې پرله پسې نهه سوۀ اته اوويا او نهه نيم سوۀ نمبرې اخستو سره وړومبې او دويم پوزيشن ترلاسه کړے دے۔

دواړه خوئيندو د لسم جماعت لپاره پرائيوټ امتحان ورکړې ؤ او دا چې په غوره پوزيشن اخستو دغه دواړو ته د خيبرپښتونخوا سنيئر وزير عاطف خان د سرټيفيکټ سره د پينځوس او اوويا زرۀ روپو نقد انعام ورکړې دې۔

په دې موقع پوزيشن اخستونکي جينکو پلار نويد علي ټي اين ته ويل ” ما غوښتل چې لوڼه مې ديني زده کړې ترلاسه کړي خو ولې خواهش مې هم ؤ چې دنياوي تعيلم پري ورکړم د پرائيوټ امتحان ورکولو سره وړاندې هم زما بچو په نهم کښې وړومبې او دويم پوزيشن اخستې ؤ او دا مهال يي لسم کښې هم هغه پوزيشن اخستې په کومه چې زه فخر محسوسوم”

نويد علي تر پې ډي ايچ په خپلو لوڼو تعليم ترلاسه کول غواړي او هڅه به کوي چي هم داسي د دوي تعليمي لړۍ دوامداره وساتي هغه د نور دينې زده کونکو په کورينۍ غږ کړې چې بايد خپلو بچو ته د ديني زده کړو ترڅنګ دنياوي زده کړې هم ورکړي او خپل فرض په سمه توګه ادا کړي۔

Show More

Related Articles