پيښور : د عوامي نيشنل ګوند سټي صدر سرتاج خان د نامعلومه وسله والو په ډزو وژل شوې

په لسمه نيټه مو د يو شهيد برسي لمانځله او دا دې بل يي راله شهيد کړو، د شهادتونو په لړۍ په فکر کوو او راتلونکي تګلاره به ټاکو

پيښور کښې د عوامي نيشنل ګوند سټي صدر سرتاج خان د نامعلومه وسله والو په ډزو وژل شوے دے۔

د عيني شاهدين ترمخه د عوامي نيشنل ګوند پيښور په سټي صدر سرتاج خان نن د ګلبهار په سيمه کښې د نامعلومه کسانو لخوا ډزي شوي چې له وجې يي هغه سخت ژوبل شوې ؤ۔

ذرائعي وايي سرتاج خان په ژوبل حالت کښې د پيښور ايل ار ايچ ته رسولې شوي چرته چې هغه د ډيرو ژوبلو له وجې ساه ورکړې ده۔

دې لړ کښې د پيښور ايس ايس پي آپريشنز ظهور آپريدي ميډيا ته ويلي چې موټر سائيکل سوارو سرتاج خان په نښه کړې، پيښه د هدفي وژنې هم کيدې شي خو ولي د پلټنو نه وړاندې هيڅ نه شو ويلې۔

ذرائعي وايي چې د پيښي ورسته موټرسائيکل سواره په تيښته کښې کامياب شوي دي۔

بلخوا د پيښې ورسته د عوامي نيشنل ګوند رهنما او د صوبائي اسمبلۍ غړې سردار حسين بابک ويلي سرتاج خان په رڼا ورځ د تاڼې سره نزدې په هدفې وژنه کښې په نښه شوې دې۔

هغه وويل په ملک کښې د حکومت په نامه هيڅ څيز نشته، طالبان ښه په ډاګه د جهاديانو په شکل کښي ګرځي۔

د سردار بابک په وينا حکومت د اولس او د عوامي نيشنل ګوند غړو ته په تخفط ورکولو کښې ناکامه شوې دې۔

سردار حسين بابک زياتوي په لسمه نيټه مو د يو شهيد برسي لمانځله او دا دې بل يي راله شهيد کړو، د شهادتونو په لړۍ په فکر کوو او راتلونکي تګلاره به ټاکو۔

ذرائعي زياتوي د پيښې خبر ترلاسه کيدو ورسته د غلام بلور پشمول د عوامي نيشنل ګوند رهنما او غړي په ګڼ شمير کښې هسپتال ته رسيدلې او د پيښي په ضد يي نعارې وهلي دي۔

Show More

Related Articles