اليکشن کميشن صوبائي ممبر شاه محمد خان ته نوټس ورکړي

شاه محمد خپلو خبرو کښې ويلي وو چي که چيرته د نورو سياسي پارټو اميدواران کامياب شول نو صرف به اسمبلي ته ځي رازي خو ترقياتي کارونو دپاره به ورته فنډ نه ميلاويږي

اليکشن کميشن د خيبر پښتونخوا صوبائي اسمبلي غړي شاه محمد او د پي کے يو سل پنځلس نه انتخابي اميدوار عابدالرحمان ته شوکاز نوټس ورکړيدے او د رواني مياشتي په يولسمه نيټه ئي رابللي دي۔

څرګنده دے وي چي د صوبائي اسمبلي غړي شاه محمد خان تيره ورځ د ايف آر صوبائي حلقې نه اميدوار عابد الرحمان د انتخابي کمپائن په وخت سب ډويژن جاني خيل کښې غونډي ته وينا په وخت دهړکه ورکړې وه چي که چيرته دے انتخابي حلقه کښې ووټرانو عابد الرحمان ته او نورو تحريک انصاف غړو ته ووټ ورنکړو نو قبائلي سيمو کښي به څه قسمه ترقياتي کار وو نکړي شې۔

شاه محمد خپلو خبرو کښې ويلي وو چي که چيرته د نورو سياسي پارټو اميدواران کامياب شول نو صرف به اسمبلي ته ځي رازي خو ترقياتي کارونو دپاره به ورته فنډ نه ميلاويږي۔

ضلعې ريټرننګ آفسر عزيز بهادر د دي خبري سخت نوټس اغستے او شاه محمد خان او د پي کے يوسل پنځلس اميدوار عابد الرحمن ته ئي شوکاز نوټس ورکړے دي۔

اليکشن کميشن چارواکو ترمخه د شاه محمد خان دهړکه په انتخابي عمل باندي د اثر انداز کيدو هڅه ده۔

Show More

Related Articles