خيبرپښتونخوا کښې د خال خال باران وريدو امکان دے

د موسمياتو محکمه وائي چي تيره ورځ هم د صوبے په شمير سيمو کښې باران وريدلے دي

د موسمياتو محکمے ترمخه راتلونکي شواروز کښي د خيبرپښتونخوا په هزاره، ملاکنډ او مردان ډويژنو کښي ځائي په ځائي د باران امکان دے۔ ولي پيښور،بنو او ډي آئي خان ډويژنو کښي هم په اسمان د وريځو خوريدو سره سره خال خال د باران امکان څرګند کړي شوي دي۔

د موسمياتو محکمه وائي چي تيره ورځ هم د صوبے په شمير سيمو کښې باران وريدلے دي د کومے ترمخه چي بنو کښې شل،مالم جبه کښي نورلس، پاړه چنار کښي شپاړس او ډي آئي خان کښي شپږ ملي ميټره باران ريکارډ کړي شوي دي۔

د محکمے د وينا ترمخه تيري ورځ مردان او صوابي کښي هم ځائي په ځائي باران وريدلے دي۔

نن پيښور کښي د حرارت کمه درجه شپږيشت او زياته يوکم څلويښت درجه سينټي ګريډ ريکارډ کړي شوي ده۔ هوا کښي نمي شپږشپيته فيصدي ده۔

Show More

Related Articles