پيښور کښي د ډوډۍ نرخ پنځلس روپے ټاکل شوې

پيښور کښي د ضلعي انتظامي او نانبائي ايسوسي ايشن ترمينځ کامياب مذاکرات شوي دي د کومے روسته چي د ډوۍ نرخ پنځلس روپے ټاکل شوې دې۔

د پيښور ډپټي کمشنر ترجمان ترمخه د صوبائي حکومت په احکاماتو د پيښور ډپټي کمشنر محمد علي اصغر په مشرے کښي يوه غونډه شوي په کومه کښي چي د پيښوراسسټنټ کمشنر ساره رحمان، نانبائي ايسوسي ايشن لخوا صدر حاجي محمد اقبال،د تاجر انصاف صدر شاهد خان په شمول يو شمير کسانو ګډون کړي دي۔

غونډه کښي د نانبائي ايسوسي ايشن غړو سره خبري اتري شوي او د اولس د خير ښيګړي خيال ساتلو روسته په يوه صلاح د ډوډۍ نرخ پينځلس روپے او وزن يوسل نوي ګرام ټاکل شوې ولي په حيات آباد کښي د ډوډۍ نرخ پنځلس او وزن يوسل پنځه اتيا ګرام مقرر کړې شوې دې۔

په دے مهال د نانبايانو ايسوسي ايشن مشرانو د پيښورد ډپټي کمشنر مننه کړي ده۔

ياده دي وي چي تيره ورځ  خيبرپښتونخوا کښي نانبايانو هړتال کړي وو او دکانونه يې بند کړي وو۔ د دوي وينا وه چي اووړه، بجلي او ګيس ګران کړي شوي ولي د ډوډۍ نرخ دي هم سيوا کړي شي۔ تيره ورځ د هړتال له وجي اولس مشکلاتو سره مخ وو او په پيښور ښار کښي اولس د کور ډوډۍ په بازار کښې خرڅې کړي دي۔

Show More

Related Articles