نوښار : پوليس او وسله والو ترمينځ نښته کښې دوۀ وسله وال وژل شوي

په وړومبۍ نښته کښې يو پوليس مړې شوې ؤ ولې يو مياشت ورسته بيا په مقابله کښې دوۀ پوليس اهلکار مړه او شپږ ژوبل شوي وو

د خيبرپښتونخوا نوښار ضلعې په نظام پور سيمه کښې د پوليس او وسله ترمينځ نښته شوي چې پکښې دوۀ ملزمان وژل شوي دي۔

د پوليس ترمخه نن د نظام پور په غرونو کښې د پوليس او وسله والو ترمينځ تر څلور ساعته نښته شوي چې پکښې پوليس د متي ګروپ دوۀ ملزمان وژلي دي۔

پوليس وايي وژل ملزمان، په قلنګ، اغوا براۓ تاوان او په پوليس ډزو کښې ککړ ؤ او دا چې په وژل شوي ملزمانو کښې يو د اشتهاري ګل متي ورور مطهر او بل د ګل متي ملګرې راز امجد شامل دې۔

په ډاګه دي وي چې د ګل متي ګروپ او پوليس ترمينځ د تيرو شپږو راهسې د يوبل سره وخت په وخت نښته رامځنته کيږي چې له مخي يي په وړومبۍ نښته کښې يو پوليس مړې شوې ؤ ولې يو مياشت ورسته بيا په مقابله کښې دوۀ پوليس اهلکار مړه او شپږ ژوبل شوي وو۔

پوليس زياتوي چې په شوي آپريشن کښې د پوليس اهلکارو سره کمانډو هم په ګن شمير کښې برخه اخستې ؤ او دا چې وژل شوي دواړه ملزمان د نوښار ډي ايچ کيو هسپتال ته منتقل شوي دي۔

د پوليس په وينا نښته پائي ته رسيدلې او په سيمه کښې د لټون عمليات شروع شوي دي۔

Show More

Related Articles