“کرک کښې د چڼې ساګ، يو روايتي او پخوانې خوراک “

د سپرلې په موسم کښې د چڼې ساګ شوکول بند شي او دغه مهال بوټې دانه نيول شروع کړي او د دلته نه د چڼې شنه دانه د خوراک په توګه استعمال پيل شي

سي جے ابرارخټک

د کرک ضلعې مقامي کروندګر طارق عزير وايي په کرک ضلع کښې شاوخوا په پينځه زرۀ ايکړه زمکه چڼه کرل کيږي او يو ايکړ زمکه درې زره کلو ګرامه چڼه پيدا کوي۔

ټي اين اين سره خبرو کښې هغه وويل چڼه د کرک ضلعې دويم لوې فصل دې خو ولې دلته د فصل ټولې زمکې په باراني اوبو آبادي دي۔

د طارق عزيز ترمخه د چڼه زياتره فصل په شګلنه زمکه پيدا کيږي نو ځکه په دې لحاظ د کرک زمکه د چڼې فصل لپاره غوره ګرځولې شوي ده۔

بلخوا د کرک ضلعې کرکيلي څانګې ( ايګريکلچر) افسر شاه حسين ترمخه د چڼې په فصل کښې ډيرې ناروغۍ پيدا کيري او همدا وجه ده چې له تيرو کلونو په نسبت په کرک کښې د چڼې پيداور کم شوې دې۔

ټي اين اين سره خبرو کښې هغه وويل ” د مونګ پلو په زمکه کرلې شوي د چڼې په فصل د سالمونيلا وائرس د حملې ويره وي چې له وجې يې وړومبې د چڼې فصل زيړ ، بيا وچ او په آخره کښې وريژيږي”

د شاه حسين ترمخه د سالمو نيلا وائرس لپاره په زرعي ادارو کښي اينټي وائرس سپرۓ ميلاويږي د کومې د لارې چې په دې رنځ قابو موندلې شي۔

د کرک ضلعې نري پنوس کروګرند فهيم خټک ټي اين اين ته وايي د چڼې فصل د اکتوبر او نومبر په مياشت کښې کرل کيږي او بيا د اپريل په مياشت کښې ريبلې شي۔

د فهيم خټک ترمخه د چڼې فصل شاوخوا يو اوونۍ ( هفته) پس تيغ وباسي او بيا پينځلس ورځو کښې دننه دننه هغه اوبو کول غواړي له کومي ورسته چې مياشت پس د چڼې ساګ شوکولې شي۔

هغه وويل په کرک کښې خلک د چڼې ساګ او د هغه ساګو چقني د يو روايتي او پخواني خوراک په توګه استعمالوي او له دې ترڅنګ د چڼي ساګ وچولو سره په نور موسمونو کښې هم د خوراک لپاره پکارولې شي۔

د فهيم خټک په وينا د سپرلې په موسم کښې د چڼې ساګ شوکول بند شي او دغه مهال بوټې دانه نيول شروع کړي او د دلته نه د چڼې شنه دانه د خوراک په توګه استعمال پيل شي کوم چې ځانله د خوند خوراک دې۔

دې لړ کښې د کرک سيمي زنانۀ کروندګرې وينا ده چې د اپريل په موده کښې د چڼې فصل ريبلې کيږي او تر پينځه ورځو په لمر غوړولې شي له کومې ورسته چې هغه د تهريشر او يا بيا په لاسو شڼدلې شي کومه چې د دغه سيمي د زنانو د لاسو مزدوري وي۔

ټي اين اين سره په خبرو کښې يو دوکاندار ويلي په کرک کښې کرک ۱، کرک ۲، کرک۳، چټان، لواغر اود فخرتهل نسل د اعلي معيار چڼه کرل شي کومه چې د پيدوار په لحاظ هم غوره ده۔

له دې ترڅنګ ډاکټر همايون ټي اين اين ته وويل د چڼې په فصل کښې د باران اوبو تر ډيرې مودې پاتي کيدو سره فصل ته ناورغي لګيدلې شي کومه چې د اوبو او هوا د لارې ټول فصل ته خپريږي، خو ولې دغه ناروغي د سپرے د لارې ختميدلائ شي۔

بلخوا مقامي کروندګر وايي د چڼي فصل کرلو نه وړاندې د باران وريدل ډير مهم دي ولې چې د باران نه بغير د فصل کرل مناسب نه دي۔

Show More

Related Articles