کوهستان : اباسين ته ګاډې پريوتو له وجې د يوې کورنۍ دولس کسان مړه شوي

د پيښې ښکار شوي کورنۍ يو مريض داسو ته اوړولو چي دغه مهال ډرائيورنه  يو موړ کښي د تاويدو په وخت ګاډي بے قابو شوې

د بره کوهستان کاميلا سيمه کښي اباسين ته ګاډي پريوتو پيښه کښي د يوې  کورنۍ دولس کسان مړه او څلور سخت ژوبل شوي دي ۔

د ذرائعو تر مخه د پيښې ښکار شوي کورنۍ يو مريض داسو ته اوړولو چي دغه مهال ډرائيورنه  يو موړ کښي د تاويدو په وخت ګاډي بے قابو شوې او سيند ته غورځيدلې دې۔

د پوليس وينا ده  چي د پيښه ښکار شوې  ګاډي وړومبي د زمکي سره جنګيدلې او بيا ورسته سيند ته لويدلې دې۔

د پيښې وروسته پوليس ، د فرنټئيرکانسټيبلري اهلکار او مقامي خلق د پيښې ځاې ته رسيدلې او په ريسکيو آپريشن کښې يې د برخې اخستو سره مړه او ژوبل کسان د داسو هسپتال ته منقتل کړي دي۔

ياده دي وي چي تيره ورځ سوات نه لاهور ته تلونکي د مسافرو ګاډې په موټروے براهمه انټر چينج د پيښي ښکار شوي وو د کومے په نتيجه کښي چي لس کسان مړه او څلور ديرش ژوبل شوي وو۔

د پوليس ترمخه بس نمبر ايل ايس يوسل يوکم پنځوس د تيزرفتارۍ له وجي د پيښي ښکار شوي وو او ژوري کندي ته پريوتي وو۔

Show More

Related Articles