جنوبي وزيرستان کښې يو شمير نامزد اميدوارانو د جلسې او لاريونو له لارې خپل سياسي زور ښودلې

دغه مهال لاريون والو په نعارو کښې د جنوبي او شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير او محسن داوړ د پروډکشن آرډر جاري کولو غوښتنه کړې

د جنوبي وزيرستان ضلعې په هيډ کواټر واڼا کښې د پې کې يوسل څوارلس يو شمير نامزد اميدوارانو د جلسې ، جلسونو او لاريونو له لارې خپل سياسي زور ښودلې دې۔

د ټي اين اين نمائنده ترمخه د پي کې يوسل څوارلس حلقې نه د پاکستان پيپلز پارټۍ نامزد اميدوار عمران مخلص په مشرۍ کښې د امن پوسټ نه تر رستم بازاره يو لاريون ويستل شوې چې پکښې په سلګونو خلکو ګډون کړې ؤ۔

تيره ورځ شوي دغه لاريون کښې ګډونوالو په لاسونو کښې پلے کارډونه او بينرې پورته کړې چې پرې  بېلا بيلې سياسي نعارې ليکلې شوي وي۔

دغه مهال لاريون والو په نعارو کښې د جنوبي او شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير او محسن داوړ د پروډکشن آرډر جاري کولو غوښتنه کړې دې۔

دغه رنګ د صوبائي حلقې نه د عوامي نيشنل پارټۍ نامزد اميدوار تاج محمد وزير په مشرۍ کښې يو لاريون د رستم بازار په لاره ويستل شوې چې ورسته يې د جلسې شکل اختيار کړې ؤ۔

د نمائنده ترمخه مذهبي ګوند جمعيت علماءاسلام (ف) هم تيره ورځ خپل سياسي زور ښودلې او د خپل نامزد اميدوار مولانا صالح لپاره ووټ غوښتلې دې۔

بلخوا د پي کې يوسل څوارلس نه په آزاده توګه اليکشن کښې برخه اخستونکي اميدوار عارف وزير هم د لاريون له لارې د خپل سياسي زور مظاهره کړې او د سياسي ګوندونو لپاره يې د ويرې ټلۍ غږولې ده۔

Show More

Related Articles